تر ۱۹ کلنو د کم عمره ځوانانو ترمنځ په اسیا جام روانو سیالیو کې افغان لوبډلې په خپلو لومړیو دوه لوبو کې پاکستان او کوېټ ته ماتې ورکړې.
ټاکل شوې خپل ګروپ کې وروستۍ لوبه سبا ۹ بجې له هندوستان سره پیل کړي.
هند یوه پیاوړې لوبډله ده او د تېر کال په شمول یې پنځه ځلې د دغو سیالیو اتلولي ګټلې؛ خو افغان لوبډلې یو ځلې په ۲۰۱۷ کال کې پاکستان ته په ماتې ورکولو سره اتلولي ترلاسه کړې وه.
افغان لوبډله خپل ګروپ کې لومړی مقام لري او هند هم کومه لوبه تر اوسه نه ده بایللې او دویم مقام کې ده.
په یادو سیالیو کې د اتو اسیایي هېوادونو لوبډلو ګډون کړی او پای لوبه یې د روانې سپتمبر میاشتې په ۱۴مه نېټه ترسره کیږي.