د استرالیا او انګلستان کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ په اشیز سیریز کې استرالیا لوبډلې دویمه بریا هم خپله کړه.
د دواړو لوبډلو ترمنځ د روان سیریز په څلورمه لوبه کې استرالیا لوبډلې په خپل لومړي وار توپ وهنه کې د سټیون سمیت د ډبل سلیزې په مرسته یې د اتو لوبغاړو په سوځېدو سره ۴۹۷ منډې وکړې.
دغې پاڼۍ کې سمیت ۲۱۱ منډې وکړې.
انګلستان لوبډله په لومړي وار توپ وهنه کې په ۳۰۱ منډو اوټ شوه.
استرالیا لوبډلې خپل دویم وار توپ وهنه کې د ۶ لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۸۶ منډې وکړې او انګلستان ته یې د ۳۸۳ منډو هدف وټاکه.
انګلستان لوبډلې هدف ته ځان ونه شو رسولی او دویمه پاڼۍ کې یې ټول لوبغاړي په ۱۹۷ منډو اوټ شول او لوبه استرالیا د ۱۸۵ منډو په توپیر وګټله.
سمیت دغې لوبه کې ټولې ۲۹۳ منډې وکړې او د لوبې غوره لوبغاړی شو.
له دې وړاندې په درې ترسره شویو لوبو کې یوه استرالیا او یوه انګلستان ګټلې وه؛ خو یوه لوبه یې ډراف شوې وه.
د دواړو لوبډلو ترمنځ پنځمه لوبه د روانې سپتمبر میاشتې په ۱۲مه نېټه پیلیږي.
که انګلستان یې وګټي سیریز مساوي کیږي؛ خو که لوبه ډراف هم شي سیریز د استرالیا په ګټه پای ته رسیږي