د فوټبال له نړۍ وروستي لنډ خبرونه

محمود خان منندوی

اسټرالیا د ایشیز جام څلورمه لوبه کې انګلستان ته ماته ورکړه او اخیري لوبه یي د سپټمبر پر 12مه ده.

د صربیا د فوټبال فدراسیون اعلان کړه، چې لوکا یوویچ زخمي شو او د لوکزامبورګ پر وړاندي لوبه یي له لاسه ورکړه. هغه به ژر ماډریډ ته ولاړ شي.

راموس د نن شپې په لوبې سره د هسپانیا د ملي لوبډلې په تاریخ کي د ډېرو لوبو له اړخه د کاسیاس سره ځان برابر کړی .(167 لوبي) په دې شمېر لوبي بل هیڅ لوبغاړي نه دي کړي.

د افغانستان د فوټبال په غوره لیګ کې سیمرغ البرز 1-0 و موجهای آمو ته ماته ورکړه او نیمه پایلوبي ته یي لاره پیدا کړه.

د منچسټر و ډاربۍ ته چې د منچسټر یونایټیډ او منچسټر سیټي ترمنځ ترسره شوه، 31 زره او 213 تنه نندارچیان ورغلي وه، چې په دې سره په انګلستان کې د ښځینو په لوبو کې د زیاتو نندارچیانو ریکارډ مات شو.

ګول: پاریس سېنټ جرمن او ټاټنهام به یو ځل بیا هم په جنوري کې د ډیبالا د رانیولو لاره کوښښ وکړي.

مایرر: فن ډایک به د لیورپول سره خپل قرارداد تر 2025م کال پورې د لیورپول سره وغځاوه او اوونیز معاش به یي هم د 140 زره څخه 250 زره یورو ته پورته شي.

اکیپ: د کاواني د درملنې پروسه ښه روانه ده او د راتلونکي اوونۍ په لوبه کې د سټراسبورګ پر وړاندي څو دقیقې د پاریس سېنټ جرمن له پاره لوبیدای شي او د ریال ماډریډ سره لوبې ته به اماده وي.

سپورټ: د بارسلونا ځوان استعداد لرونکي لوبغاړي انسو فاټي د هسپانیا په ملي لوبډله کې لوبېدو ته پر پرټګال او ګیني بیسایو ترجیح ورکړې ده.