وروستي لنډ ورزشي خبرونه

محمود خان منندوی

محمد صلاح د لیورپول د 2019/20 فصل لومړی ګول ولګاوه.

محمد صلاح د لیورپول سره تر یو ځای کېدو وروسته 55 ګولونه د انګلستان په غوره لیګ کي لګولي دي.

محمد صلاح د لیورپول دپاره په دریو سرو فصلونو کي د غوره لیګ لومړی ګول لګولی دی. (لومړی ګول  2017/18، 2018دوهم ګول /19 او دریم ګول بیا 2019/20) کې لګولي دی.

محمد صلاح د لیورپول لپاره د انګلستان په غوره لیګ کي د 23 بیلا بیلو لوبډلو څخه پر 21 لوبډلو ګولونه لګولي دي. یوازي یي پر منچسټر یونایټیډ په څلورو لوبو کي او پر سوان سیټي باندې په دوو لوبو کي ګولونه نه دي لګولي.

د انګلستان د غوره لیګ د 2019/20 فصل لومړی ګول ګرانټ هنلي ولګاوه.

هنلي په غلطۍ سره د لیورپول سره په لوبه کي خپل پر لوبډله نورویچ سیټي ګول ولګاوه.

د غوره لیګ په تاریخ کي دا دوهم ځل دی، چي د لیګ د ګولونو لړۍ په غلطۍ سره خپل پر لوبډله په ګول لګولو سره پیلیږي.( کایل والکر 20151/6 فصل د منچسټر یونایټیډ پر وړاندې لګولی و.)