وروستي لنډ ورزشي خبرونه

محمود خان منندوی

ساډیو ماني د 2006م کال ( فریډریک کاناوټ د سویا له پاره د بارسلونا پر وړاندې) راهیسي لومړی افریقایی لوبغاړی شو، چې د اروپا په سوپر کپ کي یي ګول ولګاوه.

نن په لومړي ځل د یوه معتبره ټورنمنټ د لوبې لوبڅاري ښځینه لوبڅارې وکړه.

لیورپول د اروپا په سوپر کپ کې 5-4 په پینالټیو کي چیلسي ته ماته ورکړه او اتلولي یي وګټله.

لوبه په قانوني او اضافه وختونو کي 2-2 مساوي شوه. د چیلسي ګول وهوونکي: ژیرو او جورجینیو
د لیورپول ګول وهوونکی: ساډیو ماني (2)، دا د اروپا په سوپر کپ کې د لیورپول څلورمه اتلولي ده.

دا د اروپا په سوپر کپ کې د انګلستان د کلبونو اتمه اتلولي ده.

یورګن کلوپ نن د روزونکي په توګه اته سوومه لوبه ترسره کړه!

57% بریاوې په لیورپول کې
56% بریاوې په ډورټمنډ کې
40% بریاوې په ماینس کې