د فوټبال لنډ خبرونه

محمود خان منندوی

د بارسلونا کلب ته نږدې او طرفداره ورځپاڼي سپورټ نن په یوه خبر کې ویلي دي، چې پیرز تر هغه وروسته د نیمار د رانیولو و لړۍ ته وینیسیوس ور مخته کړی دی، چي بارسلونا او پاریس سېنټ جرمن توافق ته سره ونه رسېدل.

وینیسسوس د زیدان په راتلونکو پلانونو کې ځای نه لري.

رومانو: د روما فرانسوی مرکزي لوبغاړی سټیون انزونزي د ګالاټاسرای سره یو ځای کېدو ته نږدې شوی دی.

د 2016م کال په دې ورځ، ساډیو ماني د لیورپول لپاره یي لومړۍ لوبه وکړه.

رسمي: د موناکو پرټګالی مرکزي لوبغاړی روني لوپز په 5 کلن قرارداد د سویا سره یو ځای شو.

رسمي: د رین الجزایری دفاعي لوبغاړی رامی بن سبایني په 4 کلن قرارداد د بروسیا مونشن ګلډ باخټ سره یو ځای شو.

ډي مارټزیو: د مارسی لوبغاړی ماریو بالوټلي به په 3 کلن قرارداد د سیر اې د تازه لوبډلي پرشا سره یو ځای شي.