د والیبال افغان ملي لوبډله نیپال ته رسېدلې

د هېواد والیبا ملي لوبډله مرکزي اسیا زون سیالیو ته چمتوالي په موخه هند ته تللې وه او هلته یې د هند د والیبال ملي لوبډلې سره ګډ تمرینات وکړل.

د افغانستان والیبال فدراسیون معلوماتو له مخې هند سره له تمریناتو وروسته افغان لوبډله نیپال ته لاړه او هلته یې د نیپال والیبال فدراسیون چارواکو له خوا تود هرکلی وشو.

افغان لوبډله به د نيبال لوبډلې سره هم ګډ تمرینات وکړي او له هغه وروسته به په مرکزي اسیا سیالیو کې ګډون وکړي.

ټاکل شوې د والیبال د مرکزي اسیا زون سیالۍ څلور ورځې وروسته د اګسټ په ۱۸مه نېټه پېل او یوه اوونۍ به دوام وکړي