د والیبال افغان ښځینه لوبډله بنګله دېش ته رسېدلې

 د افغانستان د ښځینه وو والیبال ملي لوبډله په مرکزي اسیا سیالیو کې د ګډون په موخه بنګله دېش ته تللې ده.

 دغه سیالۍ نن د نومبر په ۹مه پیلیږي او تر ۱۴ نېټې پورې به دوام وکړي.

 په دغو سیالیو کې د افغانستان په ګډون د بنګله دېش، مالدیف، قرغیزستان او نیپال ښځینه وو لوبډلې شاملې دي.

 افغان لوبډله به په دغو سیالیو کې خپله لومړۍ لوبه سبا له کوربه بنګله دېش لوبډلې سره ترسره کړي.

 د افغانستان د والیبال فدراسیون وایي، لوبډلې دغو سیالیو ته بشپړ چمتوالی نیولی دی.