افغان لوبډله بنګله دېش ته رسېدلې

د افغانستان او بنګله دېش کرکټ ملي لوبډلې ترمنځ د راتلونکې پنجشنبې په ورځ یواځینۍ ټېسټ لوبه پېلیږي.

د دغې لوبې لپاره ټاکل شوې افغان ملي لوبډله بنګله دېش ته رسېدلې او له دې وړاندې د چمتوالي په موخه متحده عربي اماراتو ته تللې وه او خپل تمرینات یې وکړل.

د تېسټ لوبې لپاره په لوبډله کې لوبډلمشر راشد خان، اصغر افغان، محمد نبي، احسان الله جنت، ابراهیم ځدران، رحمت شاه، حشمت الله شاهدي، اکرام علي خېل، ظاهرخان پکتین، جاوید احمدي، سید شېرزاد، یمین احمدزی، افسر ځاځی، شاپور ځدران او قیس احمد غوره شوي دي.

د افغان کرکټ ملي لوبډلې په ۲۰۱۷ کال جون میاشت کې له ایرلینډ سره یو ځای بشپړ غړیتوب واخېست.

له هغې وروسته یې تر اوسه دوه ټېسټ لوبې کړي، چې خپله لومړۍ لوبه یې هند لوبډلې وبایلله؛ خو دویمه لوبه کې یې ایرلینډ ته ماتې ورکړه.

بنګله دېش لوبډلې په ۲۰۰۰زیږدیز کال کې بشپړ غړیتوب اخېستي او تر اوسه یې ۱۱۴ ټېسټ لوبې کړي، چې یواځې ۱۳ یې ګټلي، ۸۵ یې بایللي او ۱۶ لوبې یې ډراف شوي دي.

د بنګله دېش د ټېسټ لوبې لپاره اوپنر توپ وهونکي شادمن اسلام ویلي دي، چې په ټېسټ لوبه کې د دوی ډېر تاکید به د راشدخان په لوبولو سره وي.

له بنګله دېش سره تر ټېسټ لوبې وروسته د افغانستان بنګله دېش او زمبابوۍ لوبډلو ترمنځ درې اړخیز سیریز هم د سپتمبر په ۱۳مه نېټه بنګله دېش او زمبابوۍ په لوبې سره پېلیږي.