د میوند اتلانو لوبډله د غوره لیګ څخه اوټېدو ته نږدې شول

محمود خان منندوی
د افغانستان د فوټبال په غوره لیګ کي سیمرغ البرز 4-0 د میوند اتلانو ته سخته ماته ورکړه او د دې لیګ بل پړاو ته یي خپل د تګ هیلي ژوندۍ وساتلې.
د سیمرغ البرز لپاره په دې سیالۍ کې ګول وهوونکي نعمت الله کریمي، فرهاد سوګند (2) او لطف الله ابراهیمي وو.

د میوند اتلان باید د ګروپي پړاو اخیری لوبه راتلونکې پنجشنبه د طوفان هریرود پر وړاندې وکړي. طوفان هریرود روان لیګ کې خپلې دواړي لوبې ګټلې دي.

دغه سیالۍ په کال کې یو ځل تر سره کېږي، چې د کابل په ګډون د افغانستان د یو شمېر نورو ولایتونو اوسېدونکې هم لیدو ته ورځي.