د افغانستان فوټبال غوره لیګ کې سپین غر بازانو اباسین څپې ته ماتې ورکړه

 د افغانستان غوره لیګ اتم پړاو سیالیو کې د سپین غر بازان وتوانېدل چې په خپله لومړۍ لوبه کې اباسین څپې ته ماته ورکړي.

لومړی ګول اباسین څپې لوبډلې وهلې وو او لومړۍ نیمایي یې پر ګټه وه؛ خو دویمه نیمایي کې سپین غر بازان ته فرشید وجودي، عتیق الله سلطاني، نعمان ولیزاده او راشد عزیزي یو-یو ګول وکړ او لوبه یې څلور د یو پر وړاندې وګټله.

په یادو سیالیو کې اته لوبډلې په دوه ګروپونو ویشل شوي، چې هر لوبډلې تر دې دمه یوه یوه لوبه ترسره کړې.

الف ګروپ کې طوفان هریرود، سیمُرغ البرز ته ماتې ورکړې وه او د موجهای امو او میوند اتلانو ترمنځ لوبه مساوي شوې وه.

ب ګروپ کې شاهین اسمایي، عقبان هندوکش ته او سپین غر بازانو د اباسین څپې ته ماتې ورکړه.

د دې سیالیو پنځمه لوبه کې به د چهارشنبې په ورځ طوفان هریرود او موجهای امو یو له بل سره په لوبه کې مخامخ شي.

تېر کال د دې سیالیو اتلولي طوفان هریرود لوبډلې ګټلې وه.