د دیګانو پریمر لیګ نیمه پایلوبه کې سپین غر بازانو انتظار لوبډله ماته کړه

ــ تاند

د دیګانو پریمرلیګ په نیمه پایلوبه کې سپین غربازانو انتظار لوبډلې ته ماته ورکړه او په دي سره یې پایلوبې ته لاره پیدا کړه.
د دیګانو پریمرلیګ یعنی DPI کې ۲۱مه سیالي د سپین غر بازانواو انتظار لوبډلو ترمنځ ترسره شوه چې ټاس د سپین غربازانو لوبډلې وګاټه او په خپله یې د توپوهنې پرېکړه وکړه. دې لوبډلې په پوره ۱۰ اورونو کې یې د ۵ لوبغاړو په سوځیدو سره دا نتظار لوبډلې ته د ۱۲۴ منډو هدف وټاکه چې د توپوهنې په برخه کې شمس الله شمس ۵۷ منډې جوړې کړې او د توپ اچونې په برخه کې عرفات د ۱۹ منډو په ورکولو سره ۲ لوبغاړی اوټ کړل.
د ۱۲۴منډو لپاره د انتظار لوبډلې لوبه پیل کړه چې دوی د ۷ لوبغاړو په سوځیدو سره یاد هدف ترلاسه نه شو کړای او لوبه یې په ۲۴ منډو سیالې لوبډلې ته بایلوده.
د توپوهنې په برخه کې نصیب ۲۴ منډې جوړې کړې او د توپ اچونې په برخه کې ګل ویس خان د ۱۳ منډو په ورکولو سره  ۲ لوبغاړي اوټ کړل.
د سیالۍ غوره لوبغاړی شمس الله شمس ونومول شو.
هېره دې نه وي چې نن بیا هم په دغه لیګ کې دوهم سیمی پاینل د RCB کلب او د اېلون سټارلوبډلو ترمنځ ترسره شي.