القت الله محبزی
ﺩ ننګرهار د ﺍﭼﯿﻦ ﻭﻟﺴﻮﺍﻟۍ ﺍړﻭﻧﺪ ﭼﻬﻠګﺰﻱ ﺳﯿﻤﻪ ﮐې ﺩ ﻭﺍﻟﯿﺒﺎﻝ ﭘﯿﻞ ﺷﻮې ﺳﯿﺎﻟۍ ﻧﻦ ﭘﺎﯼ ﺗﻪ ﻭﺭﺳېﺪې، په دې ټورنمېنټ کې ﺩ څﻮ ﻭﻻﯾﺘﻮﻧﻮ ﻟﻮﺑډﻟﻮ ﺑﺮﺧﻪ اخیستې وه چې بېګاه ماښام پای ته ورسېدې.
ددې سیالېو پایلوبې ته د کوټ او کابل لوبډلې لاره پېدا کړې وه چې پایلوبه یې د کابل لوبډلې په خپل نوم کړې وه. ﺩ ﭼهلګزي ﺑﺎﺑﺎ ﻟﻮﺑډﻟﻪ ﭼې ﭘﻪ ﺧﭙﻞ ګﺮﻭﭖ ﭘﺎﯼ ﻟﻮﺑې ﺗﻪ ﻟﻪ وړاندې ﻭﺗﻠې ﻭﻩ، ﺩ ﮐﺎﺑﻞ لوبډلې ﺳﺮﻩ ﻣﺦ ﺷﻮﻩ او ﺩﻭﺍړﻭ ﻟﻮﺑډﻟﻮ ﺧﻮﻧﺪﻭﺭﻩ ﺍﻭ ﭘﻪ ﺯړﻩ ﭘﻮﺭې ﻟﻮﺑﻪ ﺗﺮﺳﺮﻩ ﮐړﻩ، چې پایله یې د کابل لوبډلې لپاره ګټوره وه.
ﺩ ﯾﺎﺩﻭ ﺳﯿﺎﻟﯿﻮ ﺩ ﭘﺎﯼ ﻣﺮﺍﺳﻤﻮ ﺗﻪ ﺩ ﺍﭼﯿﻦ ﻭﻟﺴﻮﺍﻟۍ ﻭﻟﺴﻮﺍﻝ ﻋﺎﺷﻖ ﺍﻟﻠﻪ ﺳﺎﺩﺍﺕ، ﺍﻣﻨﯿﻪ ﻗﻮﻣﻨﺪﺍﻥ ﻣﺤﻤﺪ ﻧﺎﺩﺭ ﻣﻮﻣﻨﺪ ﺩ ﻗﺮﯾﻪ ﺟﺎﺗﻮ ﻣﺪﯾﺮ ﺍﻭ ﻧﻮﺭ ګڼﻮ ﻧﻈﺎﻣﻲ ﺍﻭ ﻣﻠﮑﻲ ﻣﺎﻣﻮﺭﯾﻨﻮ ګډﻭﻥ ﮐړﯼ ﻭو.
هېره دې نه وي چې د ننګرهار په بېلابېلو سیمو او په ځانګړي ډول په اچین ولسوالۍ کې بېلابېلې سیالۍ ترسره کیږي چط موخه یې د ځوانانو اتفاق او یووالی، د نشه يي موادو پر وړاندې د ځوانانو مبارزه بلل شوې ده.