په اچین ولسوالۍ کې د والیبال نوی ټورنمېنټ پېل شو

 الفت الله محبزی

د ننګرهار د اچين ولسوالۍ په چهلګزي بابا سيمه کې د واليبال سیالۍ په لار واچول شوې، چې پکې ۲۸ بیلابیلو لوبډلو برخه واخیسته.

لوبې رسماً نن پېل شوې، چې د پېل مراسمو ته یې د اچين ولسوالۍ ولسوال، د امنيت آمر، قریه جاتو مديرانو، د اچین امنيه قومندان، معاوېن، محلي، سرحدي قومندانانو او د امنیتي پوستو سرګروپانو او قومي مشرانو حاجي پښتون، حاجي سيفور، حاجي ظاهر، ملک زوړر خان، حاجي داد محمد ،عبدالرحیم، نورحمان او شيبرخان ګډون کړی وو.

دغه راز د د بېلابېلو سیمو خلکو او د سيمې مشرانو او ځوانانو هم په یادو مراسمو کې ګډون کړی وو.

د لوبې افتتاح نن سهار د قران مجيد په څو مبارکو اياتونو پېل شوه، ورپسې ښه راغلاست او د لوبې اصول، شرايط او مهال وېش وویل شو.

د لوبو د پېل په مراسمو کې ولسوال خوښي وښوده چې امن فضا کې ځوانان خپله انرژي په مثبتو لارو مصرفوي او د دې ټورنمېنټ موخه د ځوانانو اتفاق، استعدادنو غوړول او د نشه یې توکو مخ ګرزيدل دي.