ـــــ تاند

وړمه ورځ د شینوارو ولسوالۍ اړوند د ګلاهي قریې د اوږدې غونډۍ په لوبغالي کې د پنځه ويشتمې سټار او جان دلسوز تر منځ ۱۲ اوریزه سيالى ترسره شوه.
له لوبې دمخه لومړى ټاس د۲۵ ويشتمې سټارلوبډلې وګاټه اوخپله يي د توپوهنې  پريکړه وکړه، چې  په ټاکلو ۱۲ اورونوکى د ۶ لوبغاړو په سوزيدو سره د غني د ۴۱ منډو پر مټ سیالې لوبډلې ته د ۱۱۲ منډو هدف په واک کې ورکړ.

د جان دلسوز لوبډله د هدف د تر لاسه کولو لپاره ميدان ته راښکته شوه؛ خو بخت یې یاري ونه کړ او ناکامه شوه. یادې لوبډلې د ټولو لوبغاړو په سوزيدو سره يي ۹۰ منډې وکړې او لوبه یې د ۲۲ منډو په توپیر سیالې لوبډلې ته وبایلله.
هېره دې نه وي چې نن (جمعه) به په همدې لوبغالي کې د نګار ارمان او سلیم خان زرګر لوبډلو تر مېنځ ۲ بجې سیالي ترسره شي.