په جلال اباد کې د نابیناوو کرکټ سیالۍ
خبریال: فضل الرحیم رحیمي: د سویډن کمیټې په همکارې دریو ولایتونو د نابیناوو کرکټ لوبډلو ترمنځ د کرکټ لوبې په ننګرهار ولایت کې پیل شوې.
دغه لوبې څلورورځې دوام کوی. په لومړيیو دوه ورخو کې یی نابیناوو لوبغاړو ته ټرینګ ورکړل شو او نن یې رسما سیالې پیل شوي.
د جلال اباد په سپینغر لوبغالي کې د دې لوبو په جریان کې د کونړ د نابیناوو لوبغاړو وکولای شول چې د ننګرهار او مزار د نابیناوو لوبډلو ته په ماتې ورکولو پایلوبې ته لاره ومومې.
ننګرهار او مزار به یوه سیالې ترسره کوي او له هغه ورورسته به معلومه شي چې کومه لوبډله به له کونړ سره پایلوبې ته ووځي.
د دې لوبو تنظیوموونکی او د سویډن ادرې استازی ډاکټر شاه خسرو وايي له دغو سیالېو څخه یی هدف نابیناو ته د تفریح برابرول او د لوبغاړو انتخابول دي.
د یادونې ده چې د نبیناوو د کرکټ لوبو پایلوبه د ننګرهار په سراج المعارت کرکټ لوبغالی کې د یکشنبې په ورځ ترسره کیږي.