په جلال اباد کې د کرکټ لپاره معیاري لوبغالی جوړېږي

خبریال: فضل رحیم رحیم- په جلال اباد ښار کې د دوه نیم میلیونه امریکایي ډالرو په لګښت د کرکټ معیاري لوبغالي د بنسټ ډبره کېښودل شوه .

د دغه لوبغالی د بنسټ ډبره نن د کرکټ بورد له لوري د بهسودو پل ته څېرمه کېښودل شوه. پر دغه لوبغالي دوه نیم میلیونه امریکایي ډالرو لګښت راځي او په پنځه ویشت جریبه ځمکه کې جوړېږي.

د کرکټ بورډ مشر شکرالله عاطف مشعل د بنسټ ډبرې کېښودلو پر مهال خبریالانو ته وویل چې دغه لوبغالی په پنځه ویشت جریبه ځمکه کې په نړیوالو معیارونو برابر د دوو کلونو په موده کې جوړیږي چې د اکاډمۍ او کرکټ اړوند ټول ضروري توکي به ولري.

نوموړي زیاته کړه، د یاد لوبغالي په جوړیدو سره به د هېواد په ځانګړي ډول د ختیځ په کچه د کرکټ لوبه لا زیاته وده وکړي.

ننګرهار والي ګلاب منګل هم د بنسټ ډبرې کېښودو وروسته خبریالانو ته وویل،د ښار جوړونې وزارت د ماسټر پلان له مخې یاده سیمه په شنه ساحه کې شامل ده،چې په ولایتي کچه د قانوني مراحلو له بشپړیدو وروسته کرکټ بورډ ادارې ته د لوبغالې د جوړیدو په موخه وسپارل شوه.

په همدې حال کې په یاده سیمه کې د سپين غر زون خصوصي کرکټ اکاډمۍ تر جوړیدو وروسته ګټې اخیستنې ته هم وسپارل شوه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *