د عرفان پټان بخت یوځل بیا راویښ شو

خبریال: رحیم رحیم-  د هند په غوره لیګ یا ای اپي ایل سیالېو کې د ویسټ انډېز لوبډلې تکړه لوبغاړي ډاواین براوو پرځای عرفان پټان واخیستل شو.

په دغو سیالېو کې د ګوجرات لاینز لوبډلې لوبغاړي براوو پرځای هندي الراونډر عرفان پټان سره قراداد وشو.

دغه ۳۷ کلن لوبغاړی تېرځل په دغو سیالېو کي د ډیلي لوبډلې په ګټه لوبیدلې و.

په راوان ای پي ایل لوبو کې عرفان پټان د پنځوس لکه هندي روپیو په بیه بولۍ ته وړاندی شوی و، خو د کومې لوبډلې لخوا نه و غوره شوی. نوموړی دا ځل د ټپې شوي لوبغاړي ډاوین براوو پر ځای په ګوجرات لوبډله کې ونېول شو.

پټان د هدوستان کرکټ ملي لوبډلې په ګټه په ۲۴ شل اوېزو لوبو کي د ۱۷۲ منډو ترڅنګ ۲۸ لوبغاړي هم سوځولي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *