ویسټ انډيزی ډي جي براوو له شل اوریزو سیالېو مخه اخلي

کڼ شمېر رسنېو د ویسټ انډيز کرکټ ملي لوبډلې د پیاوړي لوبغاړي ډي جی براوو په اړه راپورونه خپاره کړي دي او د نوموړي د شل اوریزو لوبو د استعفا یادونه یې پکې کړې ده.

د ویسټ انډیزۍ لوبډلې غوره الراونډر غواړي، چې له شل اوریز نړیوال جام وروسته له لوبو سره مخه ښه وکړي.
۳۶ کلن ډي جی براوو ویلي چې له ۲۰۲۰ م کال نړیوال جام وروسته به له شل اوریزو لوبو سره مخه ښه وکړي.
براوو ۲۰۰۶ م کال کې د ویسټ انډیز لپاره رسمي شل اوریز کرکټ پیل کړ او تر ۲۰۱۶ م کال پورې یې د خپل هېواد لپاره شل اوریزې لوبې وکړې، نوموړی په ۲۰۱۲ او ۲۰۱۶ م کلونو نړیوالو شل اوریزو جامونو کې د ویسټ انډیز لپاره پیاوړی الراونډر و او دواړه ځلې اتلولۍ د ده په شتون کې ویسټ انډیز وګتلې.

اوس هغه پرېکړه کړې، چې ۲۰۲۰ م کال کې د خپل کرکټ د پای ته رسولو په هکله پرېکړه اعلان کړي.
نوموړی د نړۍ په ۳۲ لوبډلو کې لوبېدلی او سوداګریزو لوبو کې د یو پیاوړي الراونډر په توګه پېژندل کېږي.