ویسټ انډيز کرکټ بورډ: موږ پخوا پياوړي وو، خو اوس د شل اوریزو لوبو په درجه بندۍ کې ډېر وروسته یوو

د ویسټ انډیز د کرکټ بورډ مشر راجر هارپر ویلي، ویسټ انډیز د شل اوریزو لوبو اتله لوبډله ده، خو د شل اوریزو لوبو په درجه بندۍ کې ډېره وروسته ده.

راجر هارپر چې د ویسټ انډیز د کرکټ بورډ مشر دی، د ویسټ انډیز یوې راډیو ته په مرکه کې ویلي، چې ویسټ انډیز دوه ځلې د شل اوریزو لوبو اتلولي ګټلې؛ خو دا په دې معنا نه ده، چې اوسمهال مونږ په شل اوریزو لوبو کې ډېر پیاوړي یو.

د هغه په وېنا چې ویسټ انډیز په ۲۰۱۲ او ۲۰۱۶ م کلونو کې دوه شل اوریز جامونه د ډېرین سمي په لوبډلمشرۍ کې ګټلي دي.

د ویسټ انډیز پخوانۍ کرکټ لوبډله کې ډېر باتجربه لوبغاړي شامل وو او اوسنۍ لوبډله یې ډېره پورې ځوانه ده.

پولارډ، براوو او کرېس ګېل پکې پخواني لوبغاړي دي، خو ایوین لیویس، شېمرن هېټمېر، نیکولاس پوران، شېنن ګابرېل، اوشېن توماس او ډېر نور لوبغاړي یې لوبډله کې نوي دي.

که د ۲۰۲۰  م کال په اکټوبر او نومبر میاشتو کې لوبې ترسره شي؛ نو ویسټ انډیز به هڅه وکړي، چې په نوې لوبډله له خپلې اتلولۍ دفاع وکړي.