د آی سي سي شل اوریزو سیالېو په تازه درجه بندۍ کې بنګله دېش افغانستان شاته کړ

بنګله دیش کریکټ ملي لوبډله د کرکټ نړېوالې شورا یا ای سي سي د شل اوریزو سیالېو په درجه بندۍ کې اتم مقام ته رسیدلې.

بنګله دېش کرکټ ملي لوبډله د ۲۲۷ پوائنټونو په درلودلو سره نهم ځای خپل کړ.  بنګله دېش په وروستیو میاشتو کې یې د خپل ښه کرکټ لپاره ګټوره هڅه وکړه او د ښه کارکرده ګۍ وروسته یې دوه نور پوائنټونه هم ترلاسه کړل.

په یاده درجه بندۍ کې اوس مهال د کرکټ پياوړې لوبډله اسټرالیا د اسیايي هېوادونو له بلې پیاوړې لوبډلې هندوستان څخه د ټیسټ سیالیو په درجه بندې کې مخکښه ده.

د آی سي سي په تازه خپره کړې درجه بندې کې پاکستان هم له خپل مقام وغورځېد، پاکستان کرکټ ملي لوبډله ونه توانېده چې خپل ځای ثابت وساتي.

د کرکټ له اړخه د افغانستان سره زیات وخت څنګ په څنګ قرار لرونکې لوبډله ویسټ انډیز بیا په نهم ځای کې پاتې شو.  افغانستان دا ځل بیا هم ړ ویسټ انډيز ګاونډیتوب کوي او په تازه درجه بندۍ کې یې لسم مقام یې خپل کړی دی.

په یو ورځینیو سیالېو کې بیا د بنګله دېش کرکټ ملي لوبډلې اووم او په ټیسټ لوبو کې یې بیا نهم ځای خپل کړی دی.