افغانستان د ټېسټ سیالېو په درجه بندۍ کې له بنګله دېش وړاندې شو، تازه یې نهم مقام خپل کړ

آی سي سي یا د کرکټ نړیوالې شورا د ټیسټ کریکټ نوي غړي افغانستان ته د بنګله دېش په څېر پیاوړې او نامتو لوبډلې ته وروسته زیری ورکړ؛ یادې شورا په تازه خپره کړې درجه بندۍ کې چې د مۍ په لومړۍ نېټه/نن خپور شو ویلي، افغانستان په ټیسټ سیالېو کې بنګله دېش له مخته تګ وغورځاوه او په ښې کارکرده ګۍ یې بنګله دېش شاته کړ.

بنګله دېش کرکټ ملي لوبډله په ټیسټ سیالېو کې د ۵۵ پواینټونو په درلودلو سره لسم مقام خپل کړ، حال دا چې افغانستان ۵۵،۵۵ پواینټونه لري او نهم مقام یې ترې وګاټه.

 د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې ته د کرکټ نړېوالې شورا یا آی سي سي دوه کاله دمخه د ټیسټ لوبو بشپړ غړیتوب ورکړ، په دې غړیتوب کې یې تر دې مهاله څلور ټیسټ سیالۍ ترسره کړي، دوه یې بایللي او دوه یې ګټلي دي.

اسټرالیا لومړی، نیوزیلنډ دوهم او هندوستان بیا درېیم مقام خپل کړ.