د شل اوریزو سیالیو په تازه درجه بندۍ کې راشد خان لومړی او مجیب ځدراڼ دوهم مقام لري

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې دوه پياوړو کرکټ ستورو راشد خان او مجیب الرحمن  د شل اوریزو سیالېو په تازه خپره کړې درجه بندۍ کې لا هم خپل غوره مقامونه له لاسه نه دي ورکړي.

 د کرکټ نړېوالې شورا یا آی سي سي له لوري په تازه خپره کړې درجه بندۍ کې دوه پیاوړو افغان ستورو هر یو ګوګلي ماسټر راشد خان او سوکه توپ اچونکی مجیب الرحمن چې په مجیب ځدراڼ هم شهرت لري د مهالوېش په سر کې نومونو ځای نیولی دی.

آی سي سي د مۍ میاشتې په لومړۍ نېټه/جمعه په یوه تازه خپره کړې درجه بندۍ کې د هغو پياوړو توپ اچوونکو مهالوېش خپور کړ چې په شل اوریزو سیالیو کې یې د نړۍ په کچه د پام وړ توپ اچونه کړې. آی سي سي دا ځل بیا هم د دوه افغان لوبغاړو په وړتیا سترګې نه دي پټې کړي، ځکه خو یې د راشد خان او مجیب الرحمن د لومړي او دوهم مقام ساتلو مهالوېش خپور کړ.

د کرکټ نړېوالې شورا په دې درجه بندۍ کې د تېر په څېر راشد خان لومړی او مجیب الرحمن بیا دوهم مقام لري.