په نړیواله درجه بندۍ کې افغان لوبغاړي مجیب ځدراڼ نهم مقام وګاټه

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې ۱۸ کلن ورو توپ اچونکی مجیب الرحمن د کرېکټ نړیوالې شورا په تازه درجه بندۍ کې له ۳۹م څخه ۹م مقام ته پورته شوی دی.
مجیب چې د بنګله دېش او زېمبابوې پر وړاندې یې په درې اړخیزه سیریز کې په زړه پورې توپ اچونه نندارې ته وړاندې کړه د شل اوریزو سیالیو په نړیواله درجه بندۍ کې په لومړي وار له راشد خان وروسته په لومړي لسو توپ اچونکو کې شامل شوی دی.
مجیب الرحمن چې ۱۸ کاله عمر لري په درې اړخیزه لوب لړۍ کې یې اووه ویکټې واخېستې.
نوموړي په ۱۳ شل اوریزو لوبو کې په غوره اقتصادي توپ اچونې سره ټولټال ۱۸ ویکټې اخیستې دي.
د افغانستان لوبډلې مشر راشد خان د توپ اچونې په نړیوالو شل اوریزو لوبو درجه بندۍ کې لومړی مقام لري، نوموړی ۷۵۷ پواینټونه لري او مجیب الرحمن په ۶۵۲ پواینټونو لرلو سره ۹م مقام خپل کړی دی.

یوازې دا نه، بلکې په توپوهنه کې حضرت الله ځاځی د افغانستان کرېکټ په تاریخ کې لومړی لوبغاړی شو چې په شل اوریزو سیالیو کې ۷۲۷ پواینټونه خپلوي، نوموړی اوسمهال په نړیواله درجه بندۍ کې ۵م مقام لري.
د یادونې وړ ده چې افغانستان لوبډله اوسمهال په شل اوریزو سیالیو کې له ویسټ انډيز، سریلانکا او بنګلدیش وړاندې ده او ۷م مقام لري، دغه ډول په یو ورځنیو لوبو کې یې په لسم مقام ده.

مجیب ځدراڼ چې په مجیب الرحمن هم شهرت لري، په روانه یوویشتمه پېړې کې زیږدلی افغان لوبغاړی دی چې ملي لوبډلې ته یې ډېر ویاړونه ور په برخه کړي دي، دی په کور دننه او بهر په بېلابېلو مخکښو لیګونو کې لوبیدلی او لا هم لوبیږي.