د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې بنګله دېش ته په خپل سفر کې له بنګله دېش کرکټ ملي لوبډلې سره تر یواځینۍ ټېسټ لوبې وروسته درې اړخیزه لوب لړۍ کې چې زېمبابوې لوبډله هم په کې شامل وه ګډون کړی و.
په دغه سفر کې د افغان لوبډلې لپاره نوي او ځوان لوبغاړي ولوبېدل، چې ځینو یې د پام وړ لاسته راوړنې درلودلې او رحمان الله ګربز تر نورو بیا ډېر ښه وځلېد.
نوموړی د لومړي ځل لپاره د افغانستان لپاره په دغه سیریز کې په څلور واړو لوبو کې تر ټولو زیاتې ۱۳۳ منډې وکړې او د سیریز غوره لوبغاړی وټاکل شو.
ګربز د زېمبابوې پر وړاندې لومړۍ لوبه کې ۴۳ او دویمه لوبه کې ۶۱ منډې وکړې؛ خو د بنګله دېش پر وړاندې په لومړۍ لوبه کې په صفر وسوځېد او دویمه لوبه کې یې ۲۹ منډې وکړې.
افغان لوبډله چې د یو ورځنېو سیالېو په نړیوال جام کې خپلې ټولې لوبې بایلودې، تېر ته په کتو یې د ښو لوبو کولو او ګټلو ګراف لوړ وساته، اوس تازه باور دا دی چې د کرکټ ملي لوبډلې لپاره نوی روزونکی د جنوبي افریقا څخه ټاکل شوی دی، لانس کلوزنر نومیږي او تمه شته چې د ملي لوبډلې د ضعف نقطې په نښه او د لمنځه وړلو په تکل خپل لومړني ګامونه اوچت کړي.