افغان لوبډلې له اماراتو سره د ۴ ورځینۍ سیالۍ په لومړۍ ورځ ۳۲۱ منډې وکړې

تاند- د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې نن /چهارشنبه/ له متحده عربي اماراتو سره د څلور ورځینۍ مسابقې په لومړۍ ورځ د ۳ لوبغاړو د سوځېدو په بدل کې ۳۲۱ منډې وکړې.

د مسابقې، چې د ابو ظهبي په شیخ زاید لوبغالي کې کېږي، پچه متحده عربي امارتو وګټله او غوره یې وګڼله چې لومړی افغان لوبغاړي بیټنګ وکړي.

جاوید احمدي او احسان الله د افغان لوبډلې پرانستګر لوبغاړي ول.

جاوید احمدي ۶ منډې وکړې خو احسان الله ښه ولوبېد. ده په ۲۴۲ توپونو د ۱۴ څلوریزو او یوې شپږیزې په ګډون ۱۲۴ منډې وکړې.

د افغانستان درېم سوځېدلی لوبغاړی رحمت شاه و چې د احسان الله په شان یې ښه لوبه وکړه. رحمت شاه په ۱۹۱ توپونو ۱۰۳ منډې وکړې.

اصغر ستانکزي تراوسه ۶۷ او ناصر جمال ۸ منډې کړي دي. دوی به بیټنګ ته سبا دوام ورکړي.

نن په ۹۶ اورونو کې د افغانستان د منډو شمېر ۳۲۱ دی. ښايي سبا افغان لوبغاړي لوبه تېزې کړي چې اماراتي لوبغاړي دواړه پاڼۍ یا ایننګونه ولوبولی شي.

که افغانستان دا مسابقه وګټي د انترکانټینینټل د اتلولۍ جام به پخپل نوم کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *