افغانستان ایلېون لوبډلې، د بنګله دیش کرکټ بورډ لوبډلې پر وړاندې په تمريناتي لوبه کې د لومړۍ پاڼۍ په ترسره کولو سره ۲۸۹ منډې جوړې کړې دي.
د بنګله دېش له ملي لوبډلې سره تر یوازېنۍ ټیسټ لوبې وړاندې افغانستان ايلېون لوبډلې په لومړنۍ دوه ورځنۍ تمريناتي لوبه کې پچه وګټله او د توپوهنې پرېکړه یې وکړه چې د ۹ لوبغاړو په سوځيدو یې ۲۸۹ منډې جوړې کړې.
په افغان توپوهونکو کې احسان الله جنت ۶۲ ناسوځېدلې، ابراهیم ځدراڼ ۵۲ ناسوځېدلې، افسر ځاځي ۳۵، محمد نبي ۳۳، حشمت الله شهيدي ۲۶ او قیس احمد ۲۳ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې.
د بنګله دېش په توپ اچوونکو کې الامین څلور او سومن خان بیا ۳ افغان لوبغاړي وسوځول.
افغان لوبډلې د خپلې توپوهنې لړۍ ډکلر یا پای ته رسولې او د بنګله دېش کرکټ بورډ لوبډلې خپله توپوهنه پيل کړې چې تر اوسه یې دوه لوبغاړي د راشدخان او شاپور ځدراڼ په توپوهنه سوځېدلي دي.