په لوی هلمند کې د ۱۸ کلنو ځوانانو د جوړ شوي فوټبال ليګ پایلوبه نن ترسره کيږي

احمد مسعود
نن دوشنبه هلمند کې د لېسه ذکور اتلس کلنو ځوانانو فوټبال ټیم او د قانون اتلس کلنو ځوانانو فوټبال ټيم ترمنځ پایلوبه مازديګر پر ۴:۱۵ دقيقې په کرزي فوټبال لوبغالي کې ترسره کيږي.

د ياد ليګ د نمرو په جدول کې اوس قانون شپاړس، ليسه ذکور څوارلس او ميوند ټيم پينځلس نمرې لري، که پایلوبه يسه ذکور وګټي، لومړی مقام او که يي مساوي کوي دوهم مقام او که يي وبايلله بيا دريم مقام ترلاسه کوي.

دا ليګ د هلمند ولايت فوټبال فدراسيون په نوښت د بيرغ دورځې په وياړ د تيرې زمري مياشتې په اوومه نېټه د اته فوټبال ټيمونو په ګډون راپيل شوې چي پکې دليسه ذکور اتلس کلن ځوانان، قانون، ميوند، ا­ريانا، شاهين، بست، هارو­ن پوپل او د کريم اتل اتلس کلنو ځوانانو فوټبال ټيمونه برخه لري.