قانون لوبډلې د فوټبال ليګ د اتلولۍ جام په خپل نوم کړ

احمد مسعود

هلمند کې د اتلس کلنو ځوانانو د فوټبال ليګ پايلوبه د ليسه ذکور او قانون ټيم ترمنځ وشوه چې لوبه د دواړو ټيمونو ترمنځ 3–3 مساوي پای ته ورسیده.

قانون فوټبال ټيم ددې پايلوبې په مساوي کولو او ۱۷ نمرو په ترلاسه کولو سره ددې ليګ اتلولي ترلاسه کړه، دوهم مقام د ليسه ذکور فوټبال ټيم په پينځلس نمرو او دريم مقام هم ميوند فوټبال ټيم په پينځلس نمرو سره ترلاسه کړ.
د قانون لپاره دوه ګولونه ميراجان نورزي او يو ګول هم احمد وواهه، د ليسه ذکور فوټبال ټيم لپاره بيا منصور احمد دوه او اميد احمد ساحل يو ګول ترسره کړ.

دا ليګ د هلمند ولايت فوټبال فدراسيون په نوښت د بيرغ دورځې په وياړ د تيرې زمري مياشتې په اوومه نېټه د اته فوټبال ټيمونو په ګډون راپيل شو چې پکې دليسه ذکور اتلس کلنو ځوانان، قانون، ميوند، ا­ريانا، شاهين، بست، هارو­ن پوپل او د کريم اتل اتلس کلنو ځوانانو فوټبال ټيمونه برخه درلوده.

ددې پايلوبې لپاره د هلمند ولايت د معارف ريس محمد داود شاه صفاري، ورزشي خبريالان ،ګڼ شمير ځوانان او د ورزش مینوال ورغلي وو چې په وروستېو کې د هلمند فوټبال فدراسيون لخوا غوره روزنکي رفيع الله سلطاني،غوره د دفاع کرښي لوبغاړی عبدالواسع،د مرکزي کرښي غوره لوبغاړي سباوون، د ليګ د غوره اخلاق لرونکی لوبغاړی اميد ساحل، غوره ګول ساتونکی فضل ربيع او د ډير ګولونو وهونکي لوبغاړي سجاد احمد نظري ته ځانګړي لباسونه د فوټبال بوټونه او نغدي جايزي ورکړل شوې.

همدارنګه د هلمند فوټبال فدراسيون ددې ليګ د لوبڅارانو، د ټيمونو روزونکو، عبدالقيوم څپاند،بسم الله الهام، شیرخان عبدالغفور عليزي، عطاالله افغان چې د ليګ په منظم والي او جوړښت کي پوره همکاري کړي په ستاینلیکونو سره وستایل.