د هلمند فوټبال غوره لیګ

احمد مسعود

 ددې ليګ د تګ پړاؤ وروستۍ لوبه د قانون فوټبال ټيم او بست فوټبال ټيم ترمنځ ترسره شوه.

لوبه د قانون فوټبال ټيم په ډيرې بې رحمۍ سره 14-1 د بست فوټبال ټيم څخه وګټله، د قانون فوټبال ټيم لپاره عبدالواحد نورزي اووه، ميراجان څلور،اميد صميم، شفيع الله جان او هدايت الله يو يو ګول ترسره کړ.

د بست فوټبال ټيم لپاره يواځينۍ ګول نصیب الله وواهه.
دا د بست فوټبال ټيم دوهمه غټه ماته وه چې د هلمند فوټبال په تاريخ کې يي ترلاسه کوي، تر دې مخکې بست فوټبال ټيم خپله يوه بله لوبه 12-0 د ليسه ذکور فوټبال ټيم ته بايللې وه چې په دې ماتې سره بست فوټبال ټيم په دوه پرلپسې لوبو کې 26 ګولونه خوړلي او يو ګول يي وهلی دی.

دهلمند فوټبال غوره ليګ د راتګ پړاؤ لوبې د میزان مياشتې په لسم تاريخ د هلمند ولايت د فوټبال فدراسيون لخوا را شروع کيږي.

د راتګ پړاؤ لوبې به د ليسه ذکور فوټبال ټيم په 19 نمرو سره د لومړی ټيم، قانون فوټبال ټيم په 18 نمرو سره د دوهم ټيم ، کريم اتل فوټبال ټيم په 11 نمرو سره د دريم ټيم په توګه راپيل کړي.