په هلمند کې د ۸ غوره فوټبال لوبډلو د سيالېو څلورمه اونۍ روانه ده

احمد مسعود

نن ددې ليګ د څلورمې اونۍ دريمه لوبه د لېسه ذکور فوټبال ټيم او شاهين فوټبال ټيم ترمنځ ترسره شوه چې لوبه د لېسه ذکور فوټبال ټيم 1-7 له شاهين فوټبال ټيم څخه وګټله.

دلېسه ذکور فوټبال ټيم لپاره درې درې ګولونه منصور احمد او اسدالله رضايي او يو ګول هم عيد محمد رضايي وواهه او د شاهين فوټبال ټيم لپاره يواځينۍ ګول خلیل احمد خوشحال ترسره کړ.

سبا جمعه د څلورمې اونۍ وروستۍ لوبه د قانون فوټبال ټيم او ميوند فوټبال ټيم ترمنځ په کرزي فوټبال لوبغالي ک پر 5:15 دقيقې شروع کيږي.

د ياد ليګ لوبې د تګ او راتګ په شکل سره ترسره کيږي چې پکې اته فوټبال لوبډلې، قانون، هارون پوپل، لېسه ذکور، بست، شاهين، ميوند­، اريانا او کريم اتل لوبډله ګډون لري.