هلمند کي یومیاشت مخکي د اته A غوره ټيمونو ترمنځ د پيل سوي ټورنمينټ نن فائنل لوبه د ميوند او ليسه ذکور فوټبال ټيمونو ترمنځ ترسره سوه.

په ياده لوبه کې د ميوند فوټبال ټيم 0-2 د ليسه ذکور فوټبال ټيم ته ماته ورکړه او د ټورنمينټ اتل ټيم سو.

ددې ټورنمينټ غوره لوبغاړي،وحيدالله ځيرک، غوره ګول ساتونکي وحيد الله خيرخوا،او د زياتو ګولو وهونکي سيد باقر مير سالمي د هلمند فوټبال فدراسيون لخوا په ځانګړو جائزو سره وستایل.

او همدا راز د هلمند ولايت د فوټبال فدراسيون رييس رنګين دفتاڼي د عبدالقيوم څپاند،غلام رسول فضلي، عبدالواحد نورزي، امان الله طوفان، بسم الله الهام، محيب الله، نصرت الله، امير محمد ځلاند، ذبيح الله، او بريالي رضايی په ګډون ياد لوبغاړي د هلمند او افغانستان لپاره وياړ راوړونکي ياد کړل چي دفدارسيون لخوا په جائزو سره وستایل سوه

په هلمند کې د اته A غوره ټيمونو ترمنځ ياد ټورنمينټ په ولسي جرګه کې د هلمند ولايت د استازي نسمي نيازی په مالي لګښت په لاره اچول سوي وو.