نن په آسترالیا کې د ٢٠٢٠ کال د ٢٠اورونو د نړیوال جام د سیالیو مهالوېش او میدانونه اعلان شول. دا سیالۍ د همدغه کال په نومبر کې دي. د مراسمو ویاند اعلان وکړ چې دلته د نړۍ اول نمبر بالر، افغان لوبغاړی راشد خان هم شته. راشد او دوه نور لوبغاړي یې ستیچ ته وغوښتل. له راشد نه یې وپوښتل چې کرکټ او نړیوال جام افغانستان ته څه مانا لري؟ راشد وویل : ” کرکټ داسې یوه لوبه ده چې ټول افغانان زاړه، واړه او ځوانان یې ګوري. یوازینۍ لوبه ده چې ‌‌‌‌‌‌افغانستان کې ‌‌‌‌‌‌ډېر مینوال لري. زما، د نبي، مجیب او نورو ټولو افغان لوبغاړو هڅه او کوښښ دا دی چې افغانان خوشحال شي او پر شون‌‌‌‌‌‌ډو یې مسکا راشي. زه پوهیږم چې په وطن کې څه روان دي، هڅه کوو چې هېوادوال خوښ وي. موږ درې واړو په آسترالیا کې لوبې کړې او تجربه لرو او ان شالله چې افغانستان به ښه لوبې وکړي. مور مې هره لوبه ګوري او د بري دوعاوې راته کوي.”

زه په دوو خبرو خوښ شوم؛ لومړی: راشد خان په داسې مهمو مراسمو کې د افغانستان ښه استازولي وکړه، کور یې ودان. دویم: ‌‌‌‌‌‌ډېره موده وروسته مې د راشد پر شون‌‌‌‌‌‌ډو مسکا ولیدله، رښتیا هم چې د پلار درد ‌‌‌‌‌‌ډېر زهیر کړی. رب دې دغه ګلاب تاند لري.