راپور: عبدالولي عمري

د اسټرالیا په بیګ باش لیګ کي افغان مجیب د لیګ په ۴۴ تمه لوبه کي ولوبیدی، د مجیب لوبډلي په خپل ۲۰ اوره کي د ۶ لوبغاړو په سوځیدو د ۱۴۶ منډو هدف وټاکه.
هوبارت هیوریکینز لوبډلي بیا په بدل کي یوه ویکټ له لاسه ورکړه او په ۱۴،۲ اوره کي یې ټاکلي هدف ته په میړانه ځان ورسوی ، او لوبډله یې د لوبو په جدول کي لمړي مقام ته پورته کړه.

په همدې لوبه کي مجیب په ۴ اوره کي ۴۱ منډي ورکړې خو کومه ویکټ یې ترلاسه نه کړه.
د مجیب لوبډله د ۷ نمرو په درلودلو ۷ مقام کي ځای لري.

د مجیب د لوبي وروسته د خان راشد خان لوبه پیل سوه چي دا لوبډله هم له ماتي سره مخ سوه.

د راشد خان لوبډلي بیا د ۸ لوبغاړو په له لاسه ورکولو سره ۱۲۵ منډي هدف وټاکه.
د همدې هدف پوره کولو ته سډني لوبډلي په ۸ ویکټو ځان ورسوی، او په ۱۴،۱ اوره کي یې هدف تر لاسه کړ. او ځان یې د لوبو په جدول کي دوهم مقام ته پورته کړ.

د همدې لوبي لپاره راشد خان ۴ منډي وکړې، او په ۴ اوره کي یې ۳۹ منډي ورکړې خو ویکټ یې ترلاسه نه کړه.
د راشد خان لوبډله په ۸ نمرو لرلو سره ۶ مقام لري.

د اسټرالیا د لوبو را وروسته د بنګال پر خاوره هم د افغان لوبډله له ماتي سره مخ سوه.

په بنګلدېش کي بیا د شهزاد محمدي او نجیب الله ځدران لوبډلي د ۸ ویکټو په ورکولو سره ۱۱۷ منډي وکړې ، خو کومیلا لوبډلي تر هڅي وروسته د شهزاد لوبډلي ته ماته ورکړه.

شهزاد د نن په لوبه کي ۳۳ منډي ورکړې، او نجیب بیا ۱۳ منډي وکړې.
د شهزاد او نجیب لوبډله بیا د ۱۲ نمرو په لرلو سره ۳ مقام لري.