په ښځینه لوبغاړو کې د کرکټ حکمرانه څوک ده؟

ليکنه: مدثر دعوت

***

د اسټراليا ښځينه کرکيټ لوبډله د کرکيټ د نړيوالي شورا د يو ورځنيو او شل اووريزو لوبو په درجه بندۍ کي لومړی مقام لري.
خو د نارينوو کرکيټ ملي لوبډله او هيڅ لوبغاړی يې هم د کرکيټ د نړيوالي شورا د لوبو د درجه بندۍ په هيڅ فارمټ کي لومړی مقام نلري،بيله مکسويله چي په ۲۰ اووريزو لوبو کي لومړی مقام الراونډر دی.
خو ايلايز پيري په يوازي سر د ښځينه نړيوال کرکيټ د يو ورځنيو لوبو د توپ وهونکو په درجه بندۍ،او د الراونډارنو په درجه بندۍ لومړی مقام لري او دادی اوس يې په ښځينه بيګ باش ليګ کي د ډيرو منډو کولو ريکارډ هم جوړ کړ.
تر دې وړاندي د اسټراليا کرکيټ لوبډلمشري ماګ لانينګ د بيګ باش په يوه ټورنمينټ کي د ۵۶۰ منډو په کولو سره د ډيرو منډو ريکارډ درلود ، خو پيري دا ريکارډ مات کړ.

۲۸ کلني پيري په روان بيګ باش ليګ کي تر دې مهاله ۶۱۷ منډي کړي او د ډيرو منډو کولو ريکارډ يې په خپل نوم کړ.
نوموړې په نړيوال کرکيټ کي هم د ځان سره يو شمير ريکارډونه لري او اکثريت وخت يې دخپلي لوبډلي په بريا کي تربلي هري لوبغاړي ډير رول لوبولی دی.
پيري چي په روان ښځينه بيګ باش ليګ کي د سيدني سيکسرز لوبډلي لوبډلمشره ده په ۱۲ لوبو کي د ۲ سليزو او ۴ نيمه سليزو ريکارډ هم لري.

نوموړې د ښې توپوهني او ډګرساتني ترڅنګ يو غوره توپ اچونکې هم ده.
پيري د ښځينه بيګ باش ليګ په اتم پړاو کي تر دې مهاله ۸ وکيټي اخيستي دي.
نوموړې نړيوال کرکيټ په ۲۰۰۷ز کال کي د نيوزلينډ په وړاندي په يو ورځنۍ لوبه کي پيل کړ.
دغه الراونډره په ۷ ټيسټ لوبو کي ۳۰ وکيټي لري، او ۴۳۲ منډي يې کړي چي د يوې سليزي او يوې نيمه سليزي په درلودلو سره يې تر ټولو ډيري منډي ۲۱۴ دي.
په ۱۰۰ يو ورځنيو لوبو کي يې ۱۳۱ وکيټي اخيستي او ۲۵۸۱ منډي يې کړي چي نيمه سليزي پکښې لري.
په ۱۰۲ شل اووريزو لوبو کي يې ۹۵۱ منډي کړي او ۱۰۰ وکيټي لري.
الراونډره ايلایز پيري د کرکيټ ترڅنګ د اسټراليا د فوټبال ملي لوبډلي لوبغاړې هم ده.