لیگنه: ثناگل گلزار

د استرالیا لوبډلې دوه مهم توپوهونکي سټیو سمیت او ډیویډ وارنر وروسته له یو کال بند وروسته نن د یکشنبې په ورځ په لومړي وار په بنګلدیش غوره لیګ کې راڅرګند شول.
دغه دواړه لوبغاړي د لوبې پرمهال د توپ خرابولو په تور د استرالیا کرېکټ بورډ لخوا پرې د هر ډوله لوبو څخه یو-یو کال بندیز لګیدلی و.
که څه هم د یادو لوبغاړو د بند موده هم بشپړ کېدونکې ده، خو په ځای ددې چې نوموړي په بیګ باش لیګ کې راڅرګند شي نن په بنګلدیش لیګ کې راڅرګند شول.
سټیو سمیت د کومیلا ویکټورینز لوبډلې د مشر په حیث او ډیویډ وارنر د سیلهت سیکسرز لوبډلې لخوا لوبیږي، دواړه نن ورځ د یوه بل پر وړاندې سیالۍ کې بوخت دي.
سټیو سمیت او ډیویډ وارنر د استرالیا لوبډلې د ملا تیر په څېر لوبغاړي دي، ددوی په نه شتون کې استرالیا لوبډلې یو شمېر ټیسټ، یو ورځنۍ او شل اوریزو سیالیو کې ماتې خوړلې ده، چې اوس هم د هند پر وړاندې په دریمه سیالۍ کې له «فالو آن» سره مخ دي.
د استرالیا لوبډلې اوسني لوبډلمشر ټیم پين څو ورځې وړاندې په خپلو څرګندونو کې د سمیت او وارنر په اړه ویلي وو چې دوی دواړه د لوبدلې لپاره مهم دي، دا داسې ده لکه د هند لوبډلې څخه چې ویرات کوهلي او چیتشور پوجارا بهر کړې.
شونې ده د هند او استرالیا سیالیو څخه وروسته سټیو سمیت او ډیویډ وارنر خپلې لوبډلې ته راستانه شي، له دې وړاندې ځینې راپورونو ویلي وو چې دوی به د پاکستان پر وړاندې سیالیو کې د لوبډلې برخه شي.
سټیو سمیت له بندیز وړاندې په ټیسټ سیالیو کې په نړیواله درجه بندۍ کې په لومړي نمبر و، او د نامتو توپوهونکي براډمن ریکارډ یې هم په خپل نوم کړی و، خو اوس ویرات کوهلي د نوموړي مقام خپل کړی دی.