د ډېویډ وارنر سیال پېدا شو

ولید (خپلواک)

 د انګلستان د کرکټ په تاریخ کې ترټولو بهترېنه او د ټیسټ کرکټ ماسټر لوبغاړی (الیسټر کوک) د ډیویډ وارنر سره ځنې وخت حسد کوي.

 الیسټر کوک چې د ټیسټ کرکټ په تاریخ کې د انګلستان لوبډلې لپاره یو ځلانده لوبغاړی و، نوموړي سکای سپورټ ته وویل:

 ((زه له استراليا یي اوپنر ډیویډ وارنر سره کومه ستونزه نه لرم او نه ورسره ځان برابروم، خو ځینې وخت مې ورسره کېنه پر دي پیدا کیږي چې هغه ولي په ټیسټ لوبه کې په ۳۰ بالونو نېمه سلیزه وهي، زه د هغه کرکټ وخت ناوخت تعقیبوم، خو هغه ډېر کله په ۳۰ بالونو ۵۰ منډې کوي چې دغه ډول لوبې سره یې زما حسد د درې ساعتونو لپاره پیدا کیږي.))

 الیسټرکوک په چپ لاس توپ وهنه کوله او د اوپنینګ لپاره به ښه پېل اخیسته، هغه د انګلستان کرکټ لوبډلې لپاره په ډېرو سیالیو کې هم لوبډلمشري ترسره کړې ده. الیسټرکوک یوازیني ځوان توپ وهونکی و چې په کم وخت کې یې ۱۲۰۰۰ منډې پوره کړي.

 هغه د انګلستان کرکټ لوبډلې لپاره ۱۶۱ ټیسټ لوبې ترسره کړې وې چې پکي د خپل وخت تر ټولو افسانوي لوبغاړی و.

 الیسټر کوک له نړیوال کرکټ سره مخه ښه کړې، خو په وروستۍ مرکه کې یې د سکای سپورټ سره دغه خبره شرېکه کړه چې د استراليايي ډیویډ وارنر سره کله ناکله د درې ساعتونو لپاره سخته کینه ساتي.