سهیل تنویر د هند آی پي ایل ستایلی

ولید (خپلواک)

 د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې پیاوړی لوبغاړی سهیل تنویر په خپله وروستۍ مرکه کې د (جي ټي وي نیوز) چينل سره په خبرو کې وویل:

((د هندوستان تجارتي آی پي ایل لیګ په نړۍ کې ډېر زیات مینه وال لري او هيڅ کوم لوبغاړی به په نړۍ کې داسي نه وې چې د دغي لیګ څخه په لوبیدو کې انکار وکړي،  په حقیقت کې د یولوبغاړي لپاره دا د منلو وړ نه ده چې د هندوستان په لیګ کې ونه لوبیږي، هغه زیاتوي زه ډېر زیات خپه یم چې پاکستاني لوبغاړي په دغه لیګ کې د لوبېدو چانس له لاسه ورکړی.))

 سهیل تنویر هغه لوبغاړی دی چې د هندوستان په آی پي ایل لیګ کې د راجستان رایلز لپاره لوبیدلی و. نوموړي د راجستان لپاره په ۱۱ سیالیو کې ولوبېد او ۲۲ ویکټې یې ترلاسه کړي .  له هغه وروسته بیا هیڅ کوم پاکستاني لوبغاړي په هندې کورني لیګ کې ونه لیدل شو.

 تنویر د استرالیا دپخواني لوبغاړي شين وارن په اړه وویل:  ((هغه ډېر ښه انسان دی او لوبغاړي ته په لوبه کې ډېر زیات تشویق ورکوي.))

  سهیل د خپل کرکټ په تاریخ کې خپله وروستۍ شل اوریزه لوبه په ۲۰۱۷ م کال کې د ویسټ انډیز لوبډلې پر وړاندې وکړه.  سهیل دپاکستان ملي لوبډلې چپ لاسی توپ اچوونکی دی چې د کرکټ په نړۍ کې د باولینګ بېل انداز لري، نوموړي د محمد حفیظ او د شعیب ملک په راتګ خوښې وښوده چې یو ځل پاکستان کرکټ بورډ په پخوانېو لوبغاړو باندې باور وکړ زه هم امید لرم چې په راتلونکي اسیا جام او نړیوال شل اوریزه جام کې به ولوبېږم.