افغان باکسر سهیل احمد خپل انګلنډی سیال په ګونډو کړ

 افغان سوک وهونکي سهېل احمد يو ځل بيا خپل انګلستاني سيال ته سخته ماته ورکړه او د بریاو په درشل کې یې یوه بله هم په خپل نوم کړه.

 د سهیل احمد او ډایلین ډراپر ترمنځ دغه لوبه د انګلستان په یارک هال کې ترسره شوه.

 د دغې لوبې په درېیم راونډ کې سهیل احمد وتوانېد چې خپل سیال ناک اوټ کړي.

 دغې افغان پروفېشنل سوک وهونکي تر اوسه په ۱۵ لوبو کې یوه ماتې خوړلې او ۱۴ بریاوې یې خپلې کړي دي.

 سهیل احمد د دې لوبې له بریا وروسته ډېره خوښي وښوده او ویې ویل د هېوادوالو د دعاو په برکت به د خپل هېواد درې رنګه بیرغ وځلوي او ویاړونه به راوړي.

 ټاکل شوې سهیل احمد د ډسمبر میاشتې په ۱۴مه نېټه یوه بله مسلکي لوبه هم ترسره کړي.