د نومبر په ۲۹مه افغان سوک وهونکی سهېل احمد له انګليسي باکسر ډايلين ډراپر سره سیالۍ لري

سمېع سیرت

 د افغانستان پروفېشنل باکسر سهېل احمد په خپله راتلونکې سيالۍ کې د انګلستان د پروفېشنل باکسر ډايلين ډراپر سره د باکسنګ مېدان ته کوزېږي.

 ويل کېږي چې افغان باکسر سهېل احمد او ډايلين ډراپر دواړه سخت سيالان دي، چې د نومبر په ۲۹مه نېټه به د انګلستان په يارک هال کې سيالي ترسره کړي.

 سهېل احمد چې د باکسنګ يا سوکوهنې په ډېرو نړيوالو لوبو کې يې ګډون کړی دی، ډېرې لوبې يې ګټلي دي او د افغانستان نوم يې په انګلستان کې ځلولی دی.

 نوموړی د ننګرهار ولايت د روداتو ولسوالۍ اوسېدونکی دی، چې له ډېر وخت راهيسې په انګلستان کې ژوند کوي. هغه تېر ځل افغانستان ته هم راغلی و او د خپلې مسابقې لپاره يې په افغانستان کې تمرينات ترسره کړل.

 نوموړي د سوکوهنې يا باکسنګ په ۱۴ رسمي نړيوالو سياليو کې ګډون کړی دی چې په دغه سياليو کې يې په ۱۳ هغو کې بريا خپله کړې او يوازې ۱ سيالۍ کې يې ماته خوړلې ده.

 سهیل احمد وایی له افغانستان سره ډېره مينه لري او هر ځل چې د سيالۍ مېدان ته ورکوزېږي، نو سترګو ته يې خپل هېواد او خپل درې رنګه بېرغ ولاړ وي.

 هغه وايي چې هڅه يې دا ده چې د لوبو پر مټ د افغانستان نوم په نړۍ کې روښانه کړي او خپلو هېوادوالو ته خوشحالۍ راوړي.