هند په دوهمه ټېسټ سیالۍ کې هم بنګله دېش ته ستره ماتې ورکړه
هندوستان کرکټ ملي لوبډلې په دویمه ټېسټ لوبه کې هم بنګله دېش ته په یو اننګز ماتې ورکړه.
دغې لوبه کې بنګله دېش لوبډله په خپله لومړۍ پاڼۍ توپ وهنه کې په ۱۰۶ منډو اوټ شو.
هند لوبډلې خپله لومړۍ پاڼۍ توپ وهنه کې د ۹ لوبغاړو په سوځېدو سره ۳۴۷ منډې وکړې او لوبه او بنګله دېش ته یې دویم ځلي توپ وهنه ورکړه.
بنګله دېش په خپله دویمه پاڼۍ توپ وهنه کې په ۱۹۵ منډو اوټ شوه لوبه یې هند ته په یو اننګز او ۴۴ منډو وبایلله.
هند ته دغې لوبه کې اشانت شرما داړو پاڼیو توپ اچونه کې ۹ ویکټې واخېستې او د لوبې غوره لوبغاړی وټاکل شو.
توپ وهنه کې ورته لوبډلمشر ویرات کوهلي ۱۳۶ منډې وکړې، چې په ټېسټ سیالیو کې د نوموړي ۲۷مه سلیزه وه.
تر دې وړاندې لومړۍ ټېسټ لوبه هم هند لوبډلې په یو اننګز ګټلې وه.
له ټېسټ سیالیو وړاندې د دواړو لوبډلو ترمنځ درې شل اوریزې لوبې هم ترسره شوې، چې یوه بنګله دېش او ورستۍ دوه هند وګټلې.
دغه ټولې سیالۍ د هند په کوربه توب وشوې.