انګلنډ لوبډلې په یوازینۍ ټېسټ لوبه کې ایرلنډ ته ماتې ورکړه

خان وزیر عابد

د آیرلنډ او انګلستان لوبډلو ترمنځ په یوازینۍ ټېسټ سیالۍ کې انګلستان د ۱۴۳ منډو په توپیر سره ایرلینډ ته ستره ماتې ورکړه.

د ايرلنډ او انګلستان ترمنځ دا سیالي د جولای پر ۲۴ مه نېټه د لندن په تاریخي لارډز لوبغالي کې پیل شوې وه او نن د جولای پر ۲۶ مه نېټه پایته ورسېده . د دغې سیالۍ پچه هم کوربه انګلستانۍ لوبډلې ګټلې وه او لومړى يې د توپوهنې پرېکړه کړې وه.

په دې ټېسټ سیالۍ کې د انګلستان لوبډلې په لومړۍ ورځ ښه توپ وهنه ونکړه، د دوی ټوله لوبډله په لومړۍ ورځ په لومړۍ پاڼۍ کې په ۸۵ منډو باندې وسوځېدله چې په دې سره په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره د ایرلنډ لوبډلې په یوې ټېسټ لوبه کې د کرکټ بنسټګره لوبډله په کمو منډو وسوځوله.

د انګلستان لپاره په لومړۍ پاڼۍ کې د توپ وهنې په برخه کې دروري برنز ٦، جېسن روى ٥، جوى ډينلي ٢٣، جوروټ ٢، جوني بيرسټو ٠، معين علي ٠، کرس ووکس ٠، سېم کوران ١٨، سټارټ بروډ ٣، اولي سټون ١٩ او جېک ليچ ١ منډه جوړه کړه.

د ایرلنډ لپاره د دې ټېسټ سیالۍ په لومړۍ پاڼۍ کې توپ اچوونکو بهترینه توپ اچونه ترسره کړه، چې له ډلې ټام مرتاغ پنځه مارک اډير درې او بويډ رينکين دوه انګلستاني لوبغاړي وسوځول.

په دوهمه پاڼۍ کې ایرلنډي لوبغاړو د انګلستان د چټکو توپ اچوونکو پر وړاندې یاد هدف په ډیر اسانۍ سره پوره کړ او ټوله لوبډله یې په ۲۰۷ منډو باندې وسوځېدله چې په دې سره یې د انګلستان لوبډله ۱۲۲ منډې باقي کړه.

د ایرلنډ لوبډلې لپاره د لومړي اننګز په توپ وهنه کې انډري بېلبرني نیمه سلیزه ووهله، نوموړی په ۵۵ منډو باندې وسوځېد، دغه راز پاول سټرلېنګ ۳۶ او کیون اوبراین بیا ۲۸ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې.

د انګلستانۍ لوبډلې لپاره په لومړۍ پاڼۍ کې د توپ اچونې په برخه کې سټارت بروډ، سام کوران او سټون درې درې مهم لوبغاړي وسوځول. او معین علي هم یو لوبغاړی له مخې پورته کړ.

په دوهمه پاڼۍ کې انګلستان لومړۍ پاڼۍ ته په کتو سره ښه توپ وهنه وکړه، دوی لومړی د ایرلنډ ۱۲۲ منډې پوره کړې، له هغې وروسته یې ټوله لوبډله په ۳۰۳ منډو باندې وسوځېدله چې په دې سره یې د ایرلنډ لوبډلې ته د ۱۸۲ منډو کم هدف وټاکه.

د انګلستان لپاره په توپ وهنه کې لیچ ۹۳ جیسن رای ۷۲ ،روټ ۳۱ سام کوران ۳۷، سټارټ بروډ بیا ۲۱ منډې تر نورو ډیرې منډې جوړې کړې ،خو هدف یې لوړ ونه ټاکه.

د ایرلنډۍ لوبډلې لپاره په توپ اچونه کې مارک اډیر درې لوبغاړي،ټامپسن هم درې لوبغاړي، رېنکېن دوه او ټام مرتاغ یو لوبغاړی له مخې پورته کړ.

خو د ایرلنډ لوبډلې په دوهمه پاڼۍ کې د ۱۸۲ منډو کم هدف پوره نکړ، دوی په تاریخ کې په ډیرو کمو ۳۸ منډو باندې ټوله لوبډله وسوځېدله چې یوه اسانه سیالي یې له لاسه ورکړه او د دریم ځل لپاره هم دا لوبډله په ټېسټ سیالۍ کې پاتې راغله.

که چېرته نن ایرلنډۍ لوبډلې سیالي ګټلی وی، نو په لارډز کرکټ لوبغالي کې به دا تاریخ جوړي شوی وو چې یوه کمزورې لوبډله دې سترې لوبډلې ته ماتې ورکړي، خو داسې ونشول او خبره برعکس شوه.

د ایرلنډ لوبډلې لپاره په توپ وهنه کې دا ځل هیڅ کوم لوبغاړي ښه توپ وهنه ونکړه چې له ډلې ویلیم پورټر فیلډ ۲ منډې، مکالم ۱۲، کیون اوبراین ۴،ټامپسن ۴ او ادیر ۸ منډې تر نورو ښې جوړې کړې.

د انګلستان لپاره دوه توپ اچوونکو د ایرلنډ ټوله لوبډله په ۱۶ م اور کې وسوځوله چې له ډلې سټارټ برورډ څلور لوبغاړي او کرېس ووکس شپږ لوبغاړي له مخې پورته کړ چې په دې سره یې ایرلینډ ته په ۱۴۳ منډو ماتې ورکړه.

ایرلنډ د کرکټ په تاریخ کې له دې وړاندې دوه ټېسټ سیالۍ ترسره کړې وې چې په هغې کې یوه له پاکستانه او یوه له افغانستانه بایللې وه او نن یې دریمه ټېسټ لوبه هم له انګلستانه بایلوده.

د یادولو ده افغانستان او ایرلنډ په یوه ورځ د کرکټ د نړیوالې شورا څخه بشپړ غړیتوب یا د ټېسټ لوبو کولو اختیار احیستی، خو افغانستان بیا په دوو سیالیو کې یوه له ایرلنډه ګټلې او بله یې له هندوستانه بایللې ده.