هند په لومړۍ ټېسټ سیالۍ کې اسټرالیا ته ماتې ورکړه

حضرت عثمان نوري

اسټرالیا او هندوستان به په څلورو ټیسټ سیالېو کې یو له بل سره مخامخ شي، نن یې د پېل لوبه وه او هند وکولای شول چې د اسټرالیا ملي لوبډلې ته پکې ماته ورکړي. هند لوبډلې په لومړي وار توپوهنه کې د سیالې لوبډلې له لورې ۸۸ اورې ولولولې او په ۲.۵ رنځ ریټ سره یې ترې ۲۵۰ منډې واخیستې. په دوهمه پاڼۍ کې یې بیا یو توپ کم ۱۰۶ اورې ولوبولې او د ۲.۸۷ رنځ ریټ په درلودلو سره یې ترې ۳۰۷ منډې واخیستې.

د هند ملي لوبډلې له لورې جیتیشور پوچار په لومړۍ پاڼه طوفاني توپوهنه وکړه او ۱۲۳ منډې یې جوړې کړې، پوچار په دوهمه پاڼۍ کې هم زړه بړاس ووېست او ۷۱ منډې یې جوړې کړې. پوچار په دې سیالۍ ټولې ۱۹۴ منډې جوړې کړې او د غوره لوبغاړي جایزه یې هم واخیسته.

د پورته منډو د ترسره کولو لپاره اسټرالیا لوبډله ناتوانه وه. یاده لوبډله د هدف د ترلاسه کولو په تکل د لوبې ډګر ته ښکته شوه،  په لومړۍ پاڼه کې یې دوه توپه کم ۹۵ اورو په لوبولو او د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ایله ۲۳۵ منډې جوړې کړې، په دوهم پاڼۍ کې یې اسټرالیا دوه توپه کم ۱۱۹ اورې ولوبولې او  ۲۹۱ منډې یې پرېجوړې کړې او هند ترې په ۳۱ منډو لومړۍ ټيسټ لوبه وګټله.

 هېره دې نه وي چې د یادو لوبډلو ترمېنځ به دوهمه ټیسټ سیالۍ د راتلونکې جمعې ورځ ترسره شي.