رابرټ: د افغانستان د یوازینۍ ټېسټ سیالۍ کوربتوب اسټرالیا کوي

 د اسټرالیا د کرکټ بورډ اجرایوي مشر کیوین رابرټ ویلي، چې اسټرالیا به د روان کال د نومبر میاشت په وروستیو کې په یوازېنۍ ټېسټ کرکټ لوبه کې د افغان لوبډلې کوربتوب وکړي.

 کیوین رابرټ وایي د اسټرالیا کرکټ بورډ به د روان کال نومبر میاشت په اوږدو کې په یواځېنۍ ټېسټ کرکټ لوبه کې د افغان کرکټ لوبډلې کوربتوب ته مټې راونغاړي.

 نوموړي دا خبره د نړیوال جام د ځنډېدلو او یا هم نه ځنډېدلو په تړاو غونډې ته کړې ده.

 رابرټ ویلي، چې اسټرالیا به د ۲۰۲۰ م کال نړیوال جام کوربتوب په خپل وخت کوي او د نومبر میاشت په وروستیو کې به له افغانستان سره یوه ټېسټ کرکټ لوبه ولري او بیا اسټرالیا له هندوستان سره لوبلړۍ لري. د افغانستان او اسټرالیا کرکټ لوبډلو ترمنځ د یواځېنۍ ټېسټ لوبې لپاره د نومبر میاشت وروستۍ ورځې ټاکل شوي دي. د اسټرالیا د کرکټ بورډ اجرایوي مشر د نومبر میاشت کې د ټېسټ لوبې لپاره دقیقه ورځ نه ده په ډاګه کړې، خو یواځې یې د نومبر میاشت مشخصه کړې ده.

 افغان کرکټ ملي لوبډله او د اسټرالیا کرکټ لوبډله دوه ځلې په رسمي نړیوالو یو ورځنیو جامونو کې سره مخ شوي دي، چې دواړه ځلې اسټرالیا، افغان کرکټ لوبډلې ته ماتې ورکړي دي.