راشد خان: عامر خان مې د خوښې فلمي لوبغاړی دی

د کورونا وایروس د سرایت له امله د افغانستان او ګڼ شمېر هېوادونو د ورزش هر ډول سیالۍ ودرولې.

د ورزشي سیالېو په درېدو سره اوس د کرکټ ګڼ شمېر لوبغاړي خپل وختونه په ټولنیزو رسنېو کې د خپلو مینه والو سره د نږدې پاتې کېدو په موخه تېروي. د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې پیاوړی ګوګلي ماسټر او د هندوستان غوره لیګ د سنرایزرز حیدراباد پیاوړی سپېنر راشد خان اوس تازه د یو نامتو تلویزیون وړاندې کونکي ریدیما پاټک سره په انټرنیټ ژوندی خبرو کې برخه واخیسته.

د خبرو اترو په جریان کې راشد د خپلو مینه والو څخه د څو پوښتنو سره مخامخ شو چې خان یې په ځواب ردیما ته وویل:

په افغانستان کې خلک د بالیوډ فلمونو سره مینه لري او  هغه د هند د نامتو او مخکښه فلمونو په لیدو سره هندي ژبه هم زده کړې ده.

شاه رخ خان ، سلمان خان او عامر خان په افغانستان کې درې مشهور ستوري دي. کله چې د هغه د انتخاب په اړه وپوښتل شو ، راشد خان عامر خان غوره کړ ، خان زیاته کړه، عامر خان د باليووډ پیاوړی اداکار دی.

راشد زیاته کړه چې انوشکا شرما او پریتی زینټا د بالیوډ غوره لوبغاړې دي.

راشد د انډین پریمیر لیګ (IPL) کې د سنرازیزرس حیدراباد نماینده ګي کوله، دی په کور دننه او بهر په ګڼ شمېر مهمو او نامتو سوداګریزو لیګونو کې لوبېږي چې ډېری وخت د سیالۍ اتل بلل کیږي.

په پام کې وه چې د هندو غوره لیګ سیالۍ د تېرې مارچ میاشتې په ۲۹ مه نېټه پېل شي، خو د کویډ ۱۹ یا کورونا وایرو د سرایت له امله دا او د نړۍ د ګڼ شمېر ورزشي سیالېو ستر لیګونه ځنډول شوي دي.