راشد خان: خوښ یم چې د اسټرالیا په بېګ باش لیګ کې د دوهم ځل لپاره د کال غوره لوبغاړی اعلان شوم

عبدالقیوم عاجز

د کرکټ ډګر کې د افغانستان تکړه توپ اچوونکی او توپ وهونکی په هر ډګر کې وړونکی او بریالی وي، نوموړي په خپل کم عمر د نړۍ په بېلا بېلو غوره لیګونو کې لوبیدلی او هلته يې له ځانه حیرانوونکی وړتیاوې ښودلې دي.

راشد خان د هند ای پی ایل، اسټرالیا بېګ باش، بي پي ال، او یو زیات شمېر نورو مشهورو لیګونو کې د نړۍ د تکړه لوبغاړو پر وړاندې په ښه انداز ځلېدلی او له ښه مرغه هېواد ته يې ویاړونه ګټلي دي.

اوس تازه ویل شوي چې د اسټرالیا د بېګ باش لیګ کې راشد خان د خپلې ښې وړتیا له کبله د خپلې لوبډلې له لورې د کال غوره لوبغاړی اعلان شوی.

راشد خان د خپلې لوبډلې سټرایکرز له لورې د تېر کال د غوره لوبغاړي په توګه د هغه د ښې وړتیا له مخې ټاکل شوی، نوموړي ددې لېګ د لوبې پرمهال ښې لاس ته راوړنې لرلې وې.

راشد خان چې سپنر بالر دی، کله کله توپ وهنه هم په ښه شان کوي، د راشد خان د لومړی ځل نه دی چې په یاد لیګ کې د کال د غوره لوبغاړي په نوم نومول کیږي، بلکې د دوهم ځل لپاره هم د خپلې لوبډلې له لورې د کال د غوره ارزښتمند لوبغاړي په نوم ونومول شو.

راشد سږکال توانیدلی و، چې د خپلې لوبډلې لپاره په یاد لیګ کې ۱۹ لوبغاړي وسوځوي او توپوهنه کې یې بیا ۹۳ منډې هم په خپل اکونټ کې ثبت کړي دی.

راشد خان ویلي: خوښ یم چې یو ځل بیا د خپلې لوبډلې له لوري د کال د ارزښتمند او غوره لوبغاړي په توګه ټاکل کېږم.

راشد خان اوس مهال د هند غوره لیګ یا ای پي ایل کې لوبیږي چې تیره شپه يې په خپلې بې ساري وړتیا سنرایز لوبډله بریا ته ورسوله، چې له امله يې نوموړی غوره لوبغاړی هم شو. خان یوه ویکټه او د لوبې په وروستۍ برخې کې چټکې منډې وکړې چې لوبډله يې پرې بریا ته ورسوله.