راشد ارمان د خپل ټیم او پنجاب کینګز د سیالۍ غوره لوبغاړی شو

تاند- راشد خان ارمان نن /جمعه/ د خپل ټیم حیدراباد سن رایزرس او کینګز پنجاب په سیالۍ کې د غوره لوبغاړي جایزه وګتله.

راشد خان چې د هند د غوره لیګ په سیالیو کې د حیدراباد له سن رایزرس لوبډلې سره لوبېږي، که څه هم په خپلو ټاکل شویو ۴ اوورونو کې ۱ لوبغاړی وسوخاوه خو د دې لپاره چې لږ منډې یې ورکړې او مقابل ټیم یې تر فشار لاندې راووست د دې سیالۍ غوره لوبغاړی وپېژندل شو.

راشد ارمان په ۴ اوورونو کې یوازې ۱۶ منډې ورکړې.

د حیدراباد سن رایزرس دا سیالي په ۲۶ منډو وګټله.

سن رایزرس اوس د هند د غوره لیګ سیالیو په جدول کې د ۱۱ امتیازونو په لرلو درېم ځای لري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *