که هند په چمپینز ټرافي کې ګډون ونه کړي

فضل رحيم رحيمي –

که چېری د هندوستان  کرکت لوبډله د چمپینز ټرافې په سیالېو کې برخه وا نخلې، نو تر ۲۰۲۳ (میلادی) کال پوره یی دکرکټ نړی څخه دلري کیدو امکان شته.

چمپینز ټرافي لوبي چې دا ځل په انګلستان کې د ۸ فول میمبر لوبډلو په ګډون ترسره کیږي ،لاهم ورته هندوستان کرکت لوبډلې خپله سکواډ ندی اعلان کړي.

که د هندوستان لوبډله په دې سیالېو کې ګډون ونکړي نو (۲۰۲۳) میلادي کال پوری به هیڅ کومی نړیوالي لوبي ونکړای شي، چي پدغه راتلونکو لوبو کي (۲۰۱۹) نړیوال جام ۲۰۲۳ نړیوال جام او شل اورېز جام سیالې په کي شامل دي.

بل لور ته هند کرکټ بورد سکرټری امیتاب چوهودري وایی : چې د لوبډلمشر ویرات کوهلي مصروفیت په ای پي ایل لوبو کې ددی لامل شوچې دوی ورته لوبډله اعلان نکړای شوه .

نوموړی زیاته چې راتلونکو دووه دری ورځو کې به خپله لوبډله اعلان کړو،هاخوا بیا دکرکټ مبصرین وایی که هند په دغه لوبو کې برخه وانخلي نو له سختو مشکلاتو سره به مخ شي .

چمپینز ټرافي سیالۍ به راوان جون میاشتې په لومړی نیته په انګلستان کې پیل شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *