پاکستان کرکټ لوبډلې د چمپينز ټرافي لپاره لوبډله اعلان کړه

خبریال: فضل رحیم رحیمي- د پاکستان له لوري د چمپینز ترافي لپاره په اعلان شوي لوبډله کې پخوانی لوبډلمشر اظهر علي ته هم موقع ورکړ شوي ده.

د پاکستان کرکت بورډ د غوراوي مشر (چیف سلیکتر) انضام الخق وایی اظهر علي ته یی ځکه چانس ورکړ چې نوموړی د انګلستان پر وړاندی ډیره ښه لوبه وکړه. په لوبډله کې د کامران اکمل پرځای د هغه کشر ورور عمر اکمل ته موقع ورکړای شوي ده.

چیف سلیکټر وایی کامران اکمل یی ځکه له دغه لوبو ایستلی چي د ویسټ انډیز پر وړاندی سیالېو کې ښه نه و ځلېدلي.

عمراکمل چې له ویسټ انډیز سره په لوبو کې د فیټنس له وجې ایستل شوی و، دا ځل په چمپینز ټرافي لوبو کې موقع ورکړي څو خپله وړتیا ثابته کړي.

د پاکستان د کرکټ بورډ د غوراوي مشر انضام زیاته کړه« لوبډله مو د انګلستان د هوا مطابق د ضرورت په اساس ټاکلي ده او ښې لاسته راوړني به هم ولري.»

په لوبډله کې لوبډلمشر سرفراز احمد ، اظهر علي، عمراکمل ، احمد شهزاد ،محمد حفیظ ،فخرزمان ،اماد وسیم ،سهیل خان ،حسن علي ،جونید خان ،محمد عامر، وهاب ریاض ،شعیب ملک ،بابر اعظم ،فهيم اشرف اوشاداب خان شامل دي .

د اعلان شوي مهالویش له مخي به پاکستان خپله لومړی لوبه له خپل سرسخته سیال هندوستان سره وکړي. یادې سیالۍ د د کرکټ د نړیوالې شورا د ۸ بشپړو غړیو د لوبډلو په ګډون د جون په لومړی نیټه د انګلستان په کوربه توب پیلېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *