د صحرا شل اوریز جام سیالیو لپاره ملي لوبډله اعلان شوه

د افغانستان کرکټ بورډ نن /چهارشنبه/ په متحده عربي اماراتو کې د صحرا کپ د شل اووریزو سیالیو لپاره خپله لوبډله اعلان کړه.

کرکټ بورډ وايي، دا لوبډله مخکې تر دې چې نوروز منګل د غوراوی د کمېټې مشر وټاکل شي، جوړه شوې وه.

محمد اصغر ستانکزی (لوبډلمشر) نورو منګل، محمدشهزاد، محمد نبي، سمیع الله شینواری، دولت ځدران، ګلبدین نایب، نجیب الله ځدران، راشد خان ارمان، امیر حمزه، نجیب الله تره کی، کریم جنت، فرید احمد ملک او نوین الحق مراد هغه لوبغاړی دي چې د متحده عربی اماراتو د صحرا کپ په سیالیو کط به ګډون وکړي.

 کرکټ بورډ وايي چې نوروز منګل له نړیوال کرکټ څخه استعفا اعلان کړې، خو د افغانستان کرکټ بورډ د هغه خدمتونو ته په درنښت د صحرا جام شل اووریزو سیالیو کې ورته د لوبیدو چانس ورکړ خو دا به د ښاغلي منګل وروستۍ نړیواله سیالي وي.

کرکټ بورډ په عین حال کې وايي چې نوروز منګل او نوین الحق د متحده عربي اماراتو د ویزې ستونزه لري، د کرکټ بورډ اداره هڅه کوي چې د هغوی د ویزو ستونزه هواره کړي او که چیرې دا ستونزه هواره نه شوه د دوی پر ځای به عثمان غني او افتاب عالم ولېږل شي.

د لوړو مهارتونو اوسنی مسوول شیر اغا همکار د لوبډلې د مدیر په صفت یوځل بیا وګومارل شو.

د صحرا جام سیالۍ چې پکې د دویمې درجې اته هیوادونه ګډون کوي، د جنورۍ د میاشتې په ۱۴مه نیټه پیلیږي .

یادې اته لوبډلې په دوو ګروپونو ویشل شوې دي. په الف ګروپ کې افغانستان، آیرلینډ، نامیبیا او متحده عربي امارات لوبډلې او په ب ګروپ کې هالنډ، سکاټلینډ، عمان او د هانګ کانګ لوبډلې شاملې دي.

افغانستان به خپله لومړۍ لوبه د جنورۍ په ۱۴مه، له ایرلینډ سره، په ۱۶مه، له اماراتو سره او د جنورۍ په ۱۹مه، به د ګروپ خپله وروستۍ لوبه له نامیپیا سره وکړي. د صحرا شل اووریز جام پایلوبه به د جنوري په ۲۰مه نیټه ترسره شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *